د ۱۳۹۶ نخبه زده کوونکي

د انیس د ساینسي علومو ښونیز مرکز، پنج‌شنبې د زمري په‌ نولسمه د ۱۳۹۵_۱۳۹۶ کانکور کې د انیس د بریالیو زده‌کونکو، نهمه ستاینغونډه ترسره کړه او د همدی ښونیز مرکز له زرګونو ډیرو زده‌کونکو څخه چې لوړو زده‌کړو ته بریالی شوی وو، ستاینه وشوه.

په‌دې غونډه کې چې دولتی چارواکو، د پوهنتون استادانو، خبریالانو او ډیر شمیر نوې زده‌کړیالانو ګډون درلود؛ ښاغلي حمیدالله فاروقی د ولسمشر سلاکار وزیر او د کابل پوهنتون رئیس د لوړو زدکړو او د افغانستان دولت په استازیتوب نوې بریالیو زده‌کونکو ته مبارکی ورکړه او وروسته‌یې د زده‌کړیالانو د مسؤلیتونو په اړه عالمانه وینا وکړه.

ښاغلي عبدالغفور لیوال، لیکوال، شاعر او د سرحدات، اقوام او قبایلو وزارت مرستیال د انیس ښونیز مرکز له هڅو څخه په‌مننې سره د ځوانانو د کارموندنې او په افغانستان کې د پوهنې او لوړو زده‌کړو شالید وړاندی کړ او د ځوانانو ته‌یې هېله بخښونکې وینا وکړه.

ډاکټر اسدالله محقق جهانی، د پوهنې وزارت د تعلیمی نصاب د پراختیا مرستیال له دینی اړخه د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او د انیس ښونیز مرکز شتون او د لوړ شمیر زده‌کونکو بریا یی د ټولنې لویه نیکمرغې وبلله.

آغلی ډاکټر فریده مومند د لوړو زده‌کړو پخواني وزیرې د کانکور د پروسي پر شفاف‌والی خبری وکړې او د خپل کارکړنی راپور یی وړاندي کړ او د انیس ښونیز مرکز له هڅو یې مننه وکړه. د انیس د ساینسی علومو ښونیز مرکز د اغلی فریدې مومند د هڅو د ستاینی په‌ موخه هغې ته ستاینلیک ډالۍ کړ.

د غونډې په‌ پای کې د هغه مشرانو سربیره چې نومونه‌یې یاد شول، ښاغلي امان‌الله ایمان تکړه لیکوال، ژباړن او د سترې محکمې ویاند، حمیدالله حاتم د پوهنې وزارت سلاکار، مولوی محمد شعیب صیقل د پوهنې وزارت د اسلامی زدکړو د دارالعلومونو او مدارسو رئیس، محمد وحید نوري د پوهنې وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس، راز محمد پاینده د پوهنې وزارت د مالی او حسابداری رئیس، احمد رومان عباسی د افغانستان د تکواندو اتل، نعیم نظری تکړه ژورنالیست او د انیس ښونیز مرکز ښاغلي استادانو بریالیو زده‌کوونکو ته ستاینلیکونه ډالۍ کړل او خپرونه د ګروپی انځور په اخیستلو او غرمې ډوډۍ په خوړلو پایته ورسیده.

دیدگاه‌ تان را بنویسید