د کانکور فورمونه

دلته د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کال فورمونه د پي دي اف په بڼه پورته شوي. پوښتنې طبقه‌ییز بڼه لري چې د هر مضمون پوښتنې په یوه بیله برخه کې لیکل شوي دي. لومړې برخه د الجبر پوښتنې، دوهمه برخه د هندسې پوښتنې او همداسې د نورو مضامینو پوښتنې شتون لري. د پوښتنو ځواب‌پاڼه یا کلۍ د هرې پاڼې په پاې کې شتون لري. د دې فایل حجم 8MB دې او په دري ژبه لیکل شوی دې.
دا فورمونه د ۱۳۹۳ کال کانکور پورې اړه لري او ۷۱ فورمونه په دې برخه کې شتون لري. دا فورمونه لکه د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ فورمونو په شان طبقه‌ییز ندي. په هر فورم کې ۱۶۰ پوښتنې شتون لري او کټ مټ د کانکور فورمونو په شان دي. د فورمونو ځواب پاڼه یا کلۍ د کتاب په پای کې شتون لري. د دې فایل حجم 16MB دې او په دري ژبه لیکل شوی دې.
په دې برخه کې د ۱۳۹۴ کال د کانکور پوښتنې دانلود ته ایښودل شوی دي. دا پوښتنې طبقه‌ییز بڼه لري او د هرې پوښتنې صحیح ځواب په خپله پوښتنه کې په نښه شوی دی. د دې فایل حجم 14MB دې او په دري ژبه لیکل شوی دې.

بخش دیدگاه ها

    • دا په پښتو ژبه نه دي خو بیاهم پښتانو لپاره له مفاده تش ندي. که چیرې تاسي یا بل هر څوک آماده وي چی په پښتو یی ترجمه کړي مونږ یی حتما سایت کی اپلود لپاره لینک کوو.
  1. سمه ده ورورجانه زه کولای شم چی په پښتو ژبه يي وژباړم.
    • صادق جانه، مننه. له ژباړنی لپاره فایلونه ستاسي برښنالیک ته استوم. هیله کوم یو ځل خپل برښنالیک ووینه.
  2. ﺗﺸﻜﺮ ﻣﻴﻜﻨﻢ اﺯ اﻳﻦ ﺧﺪﻣﺖ ﺑﺰﺭﮒ ﺷﻤﺎ Thank you for serve and help in poration of Education Thanks alot
  3. السلام علیکم وزونو ایا دغه فورمونه په پشتو ژبه شته
    • په پښتو ژبه نشته دا ځکه چې مونږ په دري ژبه درس ورکوو.
  4. ګرانه استاد، د کيميا،فزيک،او د رياضياتو په برخه کې که نور کتابونه اپلود شي،نو يو ستر خدمت به وي ملت ته.
  5. سلامونه او نیکي هیلي غواړم د ۱۳۹۸د کانکور تیستونه
  6. سلامونه او نیکی هیلې تاسو وړاندې کوم. هیله لرم چې روغ او رمټ اوسئ! د کانکور تپوسونه مې په کار دي کال ۱۳۹۷
    • د ۱۳۹۷ تپوسونه د عالي تحصیلاتو وزارت څخه ترلاسه کړه. مونږ سره نشته.
  7. معلومه شوه چی په نصاب پوره خواری شوی ده ، هیڅ مشکل پکی نه شته ، خو سړی نه لرو چی تدریس يی کړی، یقین وکړئ په ټول مشرقی کی د کیمیا صحیح استا د نه شته ، که وی نو د استاد پیغمبری صفا ت پکی نه شته . که شا ګردان وغواړی دهمدی نصاب څخه اعظمی استفاده کولی شی. بین المللی نصاب دی ، ما د سویډن د هیواد د ریا ضی مضمون کتا ب ولید عین نصاب وو. د زحما تو څخه مو مننه خو دا ستا دانو په صحیح روزنه ، مسلما ن او افغان د معا رف وزیر او ریيسا نو ته اړتیا ده چی معا رف د تعصب او اداری فسا د څخه پاک کړی ، د کا ر کنا نو څخه يی تریوحده نسبی مننه .
  8. مه حالی دانلود میکنم اما پیش از او میخواهم بگویم خدا جان عمر طولانی و پر از خوشی و در زیر چطور اسلام و دور از گناه برایتون بدهد دست تان درد نکند .
  9. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته محترمه جوړ پخير خداي د وکړي چې صحت کالي به دي په تن وي د ۱۳۹۷ کانکور په اړه که معلومات را کړي چې کله ده
    • سږ کال د کانکور آزموینه د حوت په لومړۍ تاریخ پیل کیږي. د کابل آزموینه وروستی آزموینه ده.
  10. د ننگرهار کانکور ازموینه کله ده وروره؟
    • دقیق معلومات نه لرو، خو ویل کیږي چې د تودو ولایاتو آزموینې لومړۍ اخیستل کیږي.
  11. محترمه که مو د۱۳۹۶ فورم په پښتو راپیداکی ډیره به مومننه وی.ستاسی دلوړ مقام په هیله ( مؤمن )
    • په پښتو ژبه فورمونه مونږ سره نشته. دا ځکه چې دلته په کابل کې مونږ په دري ژبه درس ورکوو او زمونږ درسي مواد ټول په دري ژبه دي.

دیدگاه‌ها غیرفعال هستند.